د مرابحې په بڼه د اسلامي چوپړتیاوو ۱۵۲میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ ورکړه ومنل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۱:۲۸
111

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې په بڼه د اسلامي مالي چوپړتیاوو له لارې دوو کورنیو شرکتونو ته د یو میلیونه او۵۰۰ زره ډالرو او ۴۶ میلیونه افغانیو د ورکړې طرحه د کرنیزې پرمختیا صندوق د مدیره پلاوي په غونډه کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوې وه ومنل شوه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او د کرنیزې پرمختیا صندوق د مسوولينو په شتون کې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې او وکالې په بڼه دوو کورنیو شرکتونو ته د یو میلیونه او۵۰۰ زره ډالرو او ۴۶ میلیونه افغانیو د ورکړې د څرنګوالي د څېړنې غونډه دائره شوه، چې په دې غونډه کې  د غوښتونکو د غوښتنې په پام کې نیولو سره، د شکور قناعت د خوړنیزو توکو تودلیدي شرکت او د اطلس کشمېره لمټېد سوداګریز شرکت ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار په موخه د اسلامي مالي خدمتونو له لارې د یو میلیونه او۵۰۰ زره ډالرو او ۴۶ میلیونه افغانیو ورکړه ومنل شوه.
یاد اسلامي مالي خدمتونه د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره د ټاکل شويو معیارونو سره سم غوښتونکو ته ورکول کېږي.

پرداخت مبلغ بیش از ۱۵۲ میلیون ۵۰۰ هزار‌ افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابح منظور شد
۱۷ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
پرداخت مبلغ ۱ میلیون و ۵۰۰ صد هزار دالر و مبلغ ۴۶ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابحه برای دو شرکت داخلی از سوی صندوق انکشاف زراعت جهت سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری طی جلسه‌ای که در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری دایر شد بود منظور شد.
این جلسه با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و مسوولان صندوق انکشاف زراعتی به منظور بررسی چگونگی  پرداخت مبلغ ۱ میلیون و ۵۰۰ صد هزار دالر و ۴۶ میلیون افغانی پول به شکل مرابحه  جهت سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری برگزار شد در جلسه یاد شده  پس از ملاحظه درخواست متقاضی‌ها پرداخت ۱ میلیون و ۵۰۰ صد هزار دالر و ۴۶ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابحه و وکاله برای شرکت‌های تولیدی مواد غذایی شکور قناعت بخش و شرکت تجارتی اطلس کشمیره لمیتد برای کار و بار زراعت و مالداری منظور گردید.
این خدمات مالی اسلامی به منظور حمایت از دهقانان و مالداران و رشد و انکشاف سکتور زراعت و مالداری برای متقاضیان طبق معیارهای تعین شده پرداخت می‌گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۶:۱۳
Background image

ننګرهار کې ۱۰۰ تنو د ستروسو او سبو پروسس کوونکو ته د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل ووېشل شول

۳۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډاکار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۵
Background image

نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

بازگشت