د دولتي وبپاڼو په ارزونه کې، د کرنې وزارت وبپاڼه لومړی ځای خپل کړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۷:۱۹
د دولتي وبپاڼو په ارزونه کې، د کرنې وزارت وبپاڼه لومړی ځای خپل کړ


۱۱ لیندۍ ۱۳۹۹
اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون، د وزارتونو او خپلواکو بنسټونو اړوند د ۴۴ وبپاڼو د ارزونې په راپورکې اعلان کړئ، چې ددغو وبپاڼو له ډلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وبپاڼه لومړی ځای خپل کړئ دی.
اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون په هغه غونډه کې، چې نن اطلاعاتو ته د لاس رسي تر عنوان لاندې د دې کمیسیون دمشرتابه او غړو، په کابل کې د دولتي اداراتو د اطلاع رسونې د مراجعو مسوولینو، د روڼتیا څار ادارې، د خبریالاتو د خوندیتوب کمېټه او د مدني ټولنو د استازو په شتون کې په لاره اچول شوې وه، د ۴۴ دولتي او خپلواکو ادارو د وبپاڼو د ارزونې تحلیلي راپور په وړاندې کولو سره وویل، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي په قانون کې د ۴۴ وړاندیز شویو شاخصونو په پام کې نیولو سره د کرنې وزارت وبپاڼه د ۹۹.۹۷ امتیازاتو په تر لاسه کولو سره لومړی ځایل خپل کړی دی.
په دې خبرو اترو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون کمیشنرې زهرا موسوي، وویل، چې په دې راپور کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون د ۱۵ مادې د پلي کېدو د څارنې په موخه اطلاعاتو ته د لاس رسي د پیاوړتیا تامین، د اطلاع رسونې د کلتور د پیاوړتیا او روڼتیا څخه ډاډ، اطلاعاتو وړاندې کولو ته د اداراتو ځواب ورکونه او اطلاعاتو ته د لاس رسي د زېربناوو جوړل شامل دي. مېرمن موسوي زیاته کړه، چې ددې راپور د موندنې له مخې، د اداراتو وبپاڼې په درې ډلې عالی، متوسط او ضعیف ډل بندي شوي دي.
اطلاعاتوته د لاس رسي د کمیسیون په راپور کې دغه راز راغلی دی چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړنی اداره ده، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون د ۱۵ مادې د شاخصونو پر اساس یې وبپاڼه څارل شوی دی. په دې راپور کې کښل شوې ده: «ددې وزارت په وبپاڼه کې اطلاعات د ۴۴ شاخصونو سره په شپړه توګه سم خپاره شوي دي، چې له دې ډلې کولای شوچې د ادارې د مالي لګښتونو د وضعیت خپرېدو ته اشاره وکړو، چې یاد لګښتونه په هره اوونۍ کې خپریږي. د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وبپاڼه ډېره غني وبپاڼه ده او ددې وبپاڼې د لا غنامندۍ په پار په یوشمېر برخو له ډلې د ادارې د تشکیل جزییات، او دغه راز شته سلاکران او یوشمېر نورو برخو کې د نظارتي ټیم له خوا مشورې ورکړل شوي دي، چې هرکلی یې شوی دی.»
په همدې حال کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند اکبر رستمي، اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون په نننۍ خبرو اترو کې، ددې وزارت د کړنو په ځانګړې توګه د وبپاڼې د غنماندۍ، د مخکیني اطلاعاتو خپرول او اطلاعاتوته د سیسټم په جوړولو کې د تر سره شویو کړنو جزییات وړاندې کړل. ښاغلی رستمي اطلاعاتو ته د لاس رسي له کمیسیون څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې اطلاعاتوته د لاس رسي د قانون د بشپړ پلي کولو په برخه کې د کرنې وزارت جدي اداره دی.
د کرنې وزارت وبپاڼه په داسې حال کې د ۴۴ دولتي او خپلواکو ادارو ترمنځ لومړی ځای خپل کړی دی، چې تېرکال هم په همدې ځای کې وه.
نږدې دوه میاشتې وړاندې هم د کرنې وزارت د افغانستان د روڼتیا څار ادارې له خوا د اطلاع رسونې د سروزرو کلید خپل کړ او د دولتي ادارو تر منځ د اطلاع رسونې په برخه کې لومړی ځای خپل کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر ۱۳۵ بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د نېش ولسوالی ۱۳۵ تنه بېوزلو او اړمنو بزګرانو سره د کرنیزو مرستو په لړ کې د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۴
Background image

دهلمند موسا کلا کې د عشر راټولولو عامیلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د موسا کلا ولسوالی د کرنیزو چارو  مدیریت له خوا د عشر راټولولو د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمن تطبیق په موخه د ۴۲ تنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د خوست موسی‌خېلو کې پر لسګونو بزګرانو د املوکو نیالګي او کرنیز توکي ووېشل شول

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د موسی‌خیلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې او د« ویرو» مؤسسې په. . .

بازگشت