د جوزجان د کرنې ریاست کارکوونکو ته د کرنې وزارت د لومړیتوبونو توضیح

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۱۱
د جوزجان د کرنې ریاست کارکوونکو ته د کرنې وزارت د لومړیتوبونو توضیح

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي په ګډون د کرنې وزارت یوه پلاوي جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د کرنې ریاست کارکوونکو ته یې د دغه وزارت کاري لومړیتوبونه تشریح کړل.
د جوزجان ولايت د کرنې په رياست کې د يوې غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریيس او وياند مولوي مصباح الدين مستعین او د کرنې وزارت د مقام سلاکار ميرويس خوګياڼي د کرنې وزارت د مسووليتونو په اړه خبرې وکړې. او ددې ادارې مسوولیتونه یې په پنځو برخو لکه؛ دکرنې، مالدارۍ او اوبولګولو پراختیا، د ځمکې مدیریت او طبیعي سرچیو بیان کړل.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین  ځان بسیاینې ته د رسېدو په پار د هڅو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د خدای شکر چې موږ د بهرنیانو له اشغال او تجاوز څخه خلاص شو، اوس مو د خوړو خوندیتوب ته اړتیا لرو، د خوراکي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل ستاسو کارکوونکو او د هېواد د بزګرانو مسوولیت دی او موږ باید په دې برخه کې د مسؤلیت احساس وکړو او هڅه وکړو چې له دې محتاجۍ څخه خلاص شو، موږ باید د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړو. موږ د ازادۍ او امنیت خوند وڅښل، باید د خوړو خوندیتوب خوند هم ترلاسه کړو او ۴۰ کلن ټپونو ته د مرهم پټۍ کېږدو.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت دمقام سلاکار میرویس خوګیاڼي د کرنې سکټور د لومړیتوبونو د پېژندلو په موخه د یوې رسالې د جوړولو په هکله خبرې وکړې، چې خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو څرنګوالی او د دې سکټور پرمختګ پکې شامل دي او د کرنې له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د هغې محتوا له خلکو سره شریکه کړي: « د ځمکو پېژندنه او تثبیت، د څارویو دنسل اصلاح، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو مدیریت، د اصلاح شویو تخمونو وېش، کروندګرو او مالدارانو ته پوهاوی ورکول او له دوی سره مفاهمه ، د ځنګلونو او ونو اصلاح، د ناروغیو او آفتونو کنټرول، څیړنه او ترویج، د څارویو روغتیا، د غلودانو، مېوو او سبو زیاتوالی او د ځمکې د ځانګړتياوو پېژندنه زموږ او ستاسو اصلي دنده ده او هېواد ستاسو په پلان، عزم، مديريت او نوښت سره جوړېږي او هغه بزګران چې ډېر کار کوي بايد ډېر حاصل تر لاسه کړي. زموږ او د بزګرانو ترمنځ د ښې مفاهمې په صورت کې، د بزګرانو او مالدارانو په حاصلاتو کې به مثبت بدلون راشي»
په دې غونډه کې د جوزجان ولايت د کرنې رییس قاري عبدالغني شریفي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د وزارت دمقام سلاکار ميرويس خوګياڼی او د جوزجان ولايت د کرنې رياست څه باندې ۲۰۰ کارکوونکو شتون درلود.

توضیح اولویت‌های وزارت زراعت به کارمندان ریاست زراعت جوزجان 
۲ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت متشکل از مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت به ولایت جوزجان سفر کرده و اولویت‌های کاری آن وزارت را به کارمندان ریاست زراعت جوزجان تشریح کردند. 
 طی نشستی در ریاست زراعت ولایت جوزجان مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگو و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت در مورد مسوولیت وزارت زراعت صحبت کرده و مسوولیت‌های این اداره  را در پنج بخش  چون؛ انکشاف زراعت، مالداری، آبیاری، مدیریت اراضی و منابع طبیعی بیان نمودند.
مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زارعت در این نشست از تلاش‌ها به منظور رسیدن به خودکفایی سخن زده افزود" الحمد لله از اشغال و تجاوز بیرونی‌ها خلاص شدیم، حال نیاز داریم که به مصونیت غذایی برسیم، دست یافتن به خودکفایی غذایی مسوولیت شما کارمندان و زارعین کشور است و در این زمینه احساس مسوولیت نموده کوشش کنیم از این محتاجی خلاص شویم، باید به گونه مشترک روی بیرون رفت از این مسله کار کنیم، طعم آزادی و امنیت را چشیدیم، باید طعم امنیت غذایی را نیز بدست بیاوریم و زخم‌های ۴۰ ساله  را درمان کنیم".
 در همین حال میرویس خوگیانی مشاور وزارت زراعت از ساخت یک  رساله‌ برای تشخیص اولویت‌های سکتور زراعت که در آن چگونگی خدمت به مردم و انکشاف این سکتور گنجانیده شده‌است سخن زده و   از کارمندان زراعت خواست  که محتوای آن را با دست اندر کاران زراعت شریک نمایند" تشخیص و تثبیت زمین‌ها، اصلاح نسل حیوانات، مدیریت آب‌های زیر زمینی و سر زمین، توزیع تخم‌های اصلاح شده بذری، آگاهی دهی و مفاهمه به دهقانان و مالداران، اصلاح جنگلات و درختان، کنترول امراض و آفات نباتی وحیوانی، افزایش غله جات، میوه جات، سبزیجات و تشخیص خصوصیت زمین از وظایف اصلی من و شما است و  وطن با پلان، عزم، مدیریت و ابتکار شما جور می‌شود و  دهقانانی که زحمت می‌کشند باید حاصل بیشتر بگیرند، در صورت مفاهمه بهتر  میان ما و دهقانان، در حاصلات دهقانان و مالداران تغییر مثبت می‌آید".
در این مجلس قاری عبدالغنی شریفی رئیس زراعت ولایت جوزجان مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت و بیش از ۲۰۰ تن از کارمندان اداره زراعت ولایت جوزجان حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت