د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې د اوبولګولو شبکو څخه ګټه اخيستنه د پروان له ولايت څخه پيل شوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۷:۱۶
د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې د اوبولګولو شبکو څخه ګټه اخيستنه د پروان له ولايت څخه پيل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله‌غفوري، د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري، د پروان والي فضل‌الدین عیار، د ولايتي شورا رييس عبدالشکور قدوسی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د پروان ولايت يوشمېر سيمه ييزو چارواکو ددې ولايت د بګرام ولسوالۍ د سابي خېلو سيمې د اوبولګولو شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې په ۱۱ ولايتونو کې د اوبولګولو د ۱۳۳شبکو چارې بشپړ او په ورته وخت کې په ۱۴ ولايتونو کې د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو رغنيزې چارې پيل کړل.
دغه راز په دې اوونۍ کې د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې د ۱۵۱زره هکټاره ابرېزو د تنظيم چارې هم پيل شوې.
ددغو پروژو ټوليز ارزښت څه باندې ۲.۸ ميليارډ افغانۍ ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت