د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو لوړپوړي پلاوي مشري کوي، د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. همدارنګه د کرنیزو محصولاتو لکه غنم او تېلو د صادراتو او وارداتو، د اوبولګولو د سیستمونو ښه والي، او په دې برخه کې د نوو ټکنالوژیو کارولو اړوند موضوعاتو څېړنه وشوه. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د صادراتو او وارداتو بدیلې او نږدې لارې هم وڅېړل شوې.
دا سفر د افغانستان د کرنې ظرفیتونو د معرفي کولو او په کرنه او مالداري کې د نوو پانګونو د جذبولو لپاره ښه فرصت ګڼل کېږي، چې کولای شي د هېواد په اقتصادي وده او د خوړو په ځان بسیاینې کې مهم رول ولوبوي.
په دې سفر کې لوړپوړی پلاوی چې د صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو چارواکي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین او ځیني سوداګر او پانګوال پکې شامل دي، د کرنې وزیر ملتیا کوي.

وزیر زراعت افغانستان با معین وزارت زراعت روسیه در سن‌پترزبورگ دیدار کرد
۳۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان که در راس یک هیئت عالی رتبه جهت اشتراک در کنفرانس اقتصادی 2025 روسیه به آن کشور سفر کرده با معین وزارت زراعت کشور روسیه دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این دیدار، دو طرف درباره توسعه همکاری‌ها در بخش‌های زراعت، مالداری و آبیاری بحث و تبادل نظر کردند. همچنین موضوعات مرتبط با صادرات و واردات کالاهای زراعتی از جمله گندم و روغن، بهبود سیستم‌های آبیاری و تکنولوژی‌های نوین در این حوزه مورد بررسی قرار گرفت. همچنین در این دیدار به منظور گسترش روابط اقتصادی میان دو کشور راه های بدیل و نزدیک جهت صادارت و واردات محصولات صادراتی و وارداتی میان دو کشور به بررسی گرفته شد.

این سفر فرصت مناسبی برای معرفی ظرفیت‌های زراعتی افغانستان و جذب سرمایه‌گذاری‌های جدید در بخش زراعت و مالداری به شمار می‌رود و می‌تواند نقش مهمی در رشد اقتصادی و خودکفایی غذایی کشور ایفا کند.
در جریان این سفر هیئت عالی رتبه  متشکل از مقام‌های وزارت‌های صنعت و تجارت و اقتصاد، همچنین مسئولان اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری و شماری از تاجران و سرمایه‌گذاران کشور وزیر زراعت را همراهی می کنند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت