د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره ملګري پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د کرنې جهاد له وزیر محمد علي نیکبخت سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د ګڼو مشترکاتو پر شتون ټینګار وکړ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایران د کرنې جهاد وزیر ته د کرنې وزارت د کاري څانګو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: «افغانستان او ایران یوه جغرافيه لري او دواړه هېوادونه ډېر کلتوري او نور مشترکات لري او اړتیا ده، چې د کرنې او نورو برخو کې ګډ کار وشي او د دغو دواړو هېوادونو کرنه وده وکړي، ځکه چې دکرنې وزارت د یوه هېواد د خوراکي توکو د رسولو او د خوراکي توکو د خوندیتوب مسولیت لري. نو راځئ چې د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره په ګډه کار وکړو.»
په ورته وخت کې د ایران د کرنې جهاد وزیر محمد علي نیکبخت د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې راغلي بدلونونه مثبت و ارزول او په پورتنیو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه:«موږ غواړو چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولرو او د کرنې په برخه کې ګډ کار وکړو او په هغه برخه کې چې ستاسو همکارۍ ته اړتیا لرو تاسو همکاري وکړئ، او همدا ډول په هغه برخه کې چې تاسو موږ ته اړتیا لرئ موږ در سره همکاري کوو، باید موږ په خپل منځ کې نظرونه، افکار او تجربې له یوبل سره شریکې کړو ځکه اسلامي امارت او موږ هغه هېوادونه یو چې ګډه ژبه، کلتور او دین لرو.»
په دې کتنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو تخنیکي چارواکو د دواړو هېوادونو د کارکوونکو او متخصصینو د وړتیاوو لوړولو، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې، متخصصینو او نورو تخنیکو برخو کارکوونکو ته د لنډ مهاله او اوږدمهاله روزنیزو پروګرامونو دائرولو په پار هم خبرې اترې وشوې.
دې لیدنې په ترڅ کې، په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر فضل محمد حقاني، دبوټو ساتنې او قرنطین رییس انجینر عتیق الله مسلم، د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني او د کرنې وزارت سلاکاران میرویس خوګیاڼی، حشمت الله شهراني او برکت الله د کرنې وزیر ملتیا کوله.
دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش در جریان سفر به کشور ایران با محمدعلی نیکبخت وزیر جهاد کشاورزی ایران دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف بر موجویت مشترکات زیادی میان افغانستان و ایران تاکید کرده و پیرامون تشریک تجارب در بخش زراعت، آبیاری و مالداری سخن زدند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار در مورد بخشهای کاری وزارت زراعت به وزیر جهاد کشاورزی ایران معلومات اراییه کرده افزود" افغانستان و ایران یک جغرافیا است و دو کشور دارای فرهنگ و مشترکات زیادی میباشند و نیاز است که در بخش زراعت و سایر بخشها با هم به گونه مشترک کار نمایند و زراعت این دو کشور را رشد دهیم چون مسوول تامین مواد غذایی و مصونیت غذایی یک کشور وزارت زراعت آن میباشد پس بیاید باهم در رونق بخشیند دسترخوان مردم ما کار نمایم".
در همین حال محمد علی نیکبخت وزیر جهاد کشاورزی ایران تغییرات در بخش زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان را مثبت ارزیابی کرده و تعهد همکاری را در بخشهای فوق سپردند" ما میخواهیم که با امارت اسلامی روابط خوبی داشته باشیم و در بخش زراعت به گونه مشترک کار نمایم و در بخشی که ما به شما نیاز داریم شما همکاری نمایید و همینگونه در بخشی که شما به ما نیاز دارید ما همکاری نمایم و تبادل نظر و افکار میان ما صورت گیرد چون امارت اسلامی و ما کشور های داری زبان، فرهنک و دین مشترک میباشیم".
در این دیدار همچنان از سوی مسوولان تخنیکی دو کشور پیرامون تقویت همکاریها در بخش ارتقای ظرفیت کارمندان و متخصصین دو کشور، سرمایه گذاری در بخش زراعت و مالداری، برگزاری دوره های کوتاه مدت و درازمدت آموزشی برای متخصصین و سایر بخشهای تخنیکی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در جریان این دیدار فضل محمد حقانی سفیر امارت اسلامی افغانستان در تهران، انجینر عتیق الله مسلم رییس حفاظه نباتات و قرنطین، داکتر مختار محسنی رییس صحت حیوانی وزارت زراعت، حشمت الله شهرانی، میرویس خوگیانی و برکت الله مشاورین مقام وزارت زراعت نیز حضور داشتند.
