دکرنې وزير دبلخ ولايت ته ورسېد

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۶:۲۲
دکرنې وزير دبلخ ولايت ته ورسېد


۲مرغومې ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي له خپل مل پلاوي سره ديوشمېر پروژو دڅارنې، ګټې اخیستنې ته سپارلو، د يوشمېر پروژو دبنسټ اېښودو او دغه راز دکرنې په برخه کې دکاري زمينې او وړتياوو ارزونې او بررسۍ په پار نن ماښام دبلخ ولايت ته ورسېد.
دبلخ والي محمدفرهاد عظيمي، دبلخ د ولايتي شورا مشر محمد افضل حديد او دغه راز ددې ولايت يوشمېر سيمه ييزو چارواکو دمولانا جلال الدين محمدبلخي په هوايي ډګرکې دکرنې وزير هرکلۍ وکړل.
په ورته وخت کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي، دافغانستان اسلامي جمعيت اجرايي رييس استاد عطامحمد نور سره هم وکتل.
دکرنې وزارت په روان مالي کال کې دبلخ ولايت دمرکز په ګډون ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د بېلابېلو پروژو پلي کولو په پار ۵۸۰ميليونه افغانۍ لګوي، چې پای ته دمالي کال په نږدې کېدو سره دډېرو پروژو چارې بشپړ شوي دي.
ټاکل شوې، چې سبا ديادو پروژو له ډلې، چې په کې د انارو صفردرجې سړې خونې، دپيازو او کچالو زېرمتونونه شامل دي دکرنې وزير له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

بازگشت