دکرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې مرستیال او د سولې ریښې مؤسسې له رییس سره کتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۲:۲
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې مرستیال او د سولې ریښې مؤسسې له رییس سره کتل

۲۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له مرستیال او د سولې ریښې پروژې له مشر سره وکتل او په افغانستان کې د پروژو پر پلي کولو خبرې اترې وکړې. 
مولوی صدر اعظم عثماني په دې کتنه کې وویل: «موږ د کوکنارو د کښت مخه نیولې، خو نړیوالو بنسټونو له کروندګرو سره د هغه بدیل کښت په برخه کې همکاري نه ده کړې، په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوو، تر څو کروندګر یوځل بیا د کوکنارو کرکیلي ته اړ نه شي. باید دوی ته د کوکنارو بدیل وروپېژنو او ترې ملاتړ وکړو».
ښاغلی عثماني زیاته کړه: «د پروژو اداري لګښتونه ډېر لوړ دي، موږ له نړیوالو بنسټونو او مؤسسو څخه غواړو چې د تمویل کوونکو لخوا ټاکل شوې بودیجه په شفاف ډول ولګوي او خپل اداري او بهرني لګښتونو ته محدود کړي».
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (یو اېن ډي پي) د دفتر مرستیالې آغلې ثریا بوزرکوا وویل: «موږ له تاسو سره په همغږۍ د حل لارې موندلو لپاره راغلي یو. زه موافق یم چې د بودیجې په لګولو کې باید شفافیت او عدالت په پام کې ونیول شي. موږ هم غواړو، چې د مرستو پیسې خلکو او په ځانګړې توګه بزګرانو ته ورسېږي».
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور د پراختیا په برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ کار او په مستقیم او غیر مستقیم ډول د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ وکړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با معاون برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد و رییس موسسه ریشه‌های صلح
۲۸ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با معاون برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد و رییس پروژه  یا ریشه‌های صلح دیدار و پیرامون تطبیق پروژه ها در افغانستان گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« ما مانع کشت کوکنار شدیم اما نهادهای بین المللی هیچ نوع همکاری واقعی با دهاقین روی بدیل کشت آن نکرده اند در این راستا همکاری می‌خواهیم تا دهاقین دوباره به کشت کوکنار روی نیاورند و بدیل آن را برای شان معرفی و حمایت کنیم».
آقای عثمانی افزود"مصارف اداری پروژه ها خیلی زیاد است، ما از موسسات و نهادهای بین المللی می‌خواهیم تا بودیجه که از طرف دونرها مشخص می‌شود به شفافیت کامل تطبیق و مصارف خارج از کشور و اداری خود را محدود بسازند".
خانم ثریا بوزورکوا معاون دفتر یو ان دی پی در افغانستان گفت:« ما آمده‌ایم تا راه حل در هماهنگی با شما پیدا کنیم من موافقم که در مصرف بویجه باید شفافیت و عدالت در نظر گرفته شود ما هم میخواهیم پول کمک شده به مردم بخصوص کشاورزان برسد. 
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد با همکاری نهادهای ملی و بین المللی روی  انکشاف سکتور زراعت، آبیاری و مالداری کار کند و دهاقین را به طور مستقیم و غیر مستقیم حمایت نماید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت