خوست کې د کرنیزې پرمختیا صندوق پلاوي او ددې ولایت د کوپراټیفونو او ټولنو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۱
خوست کې د کرنیزې پرمختیا صندوق پلاوي او ددې ولایت د کوپراټیفونو او ټولنو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د استازو او ددې ولایت د ۶۹ کوپراټیفونو او ۵ ټولنو مترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې د کرنیزې پرمختیا صندوق له لارې کوپراټیفونو او ټولنو سره د مالي مرستې او همکارۍ په هکله خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
ددې غونډې موخه کوپراټیفونو او ټولنو ته د کرنیزې پرمختیا صندوق له لارې د مالي مرستې د پروسې تشریح کول او دوی ته ددې صندوق له لارې د مرستې ترلاسه کولو بهیر بیانول ښودل شوی دی.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د فعالیت له پیل سره به د د یادو کوپراټیفونو او ټولنو ستونزې تر یو حده حل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت