بېرته راستنېدونکو کورنیو اړتیاوو پوره کولو او مرستو جذب په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۹:۵۷
بېرته راستنېدونکو کورنیو اړتیاوو پوره کولو او مرستو جذب په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لنډ مهالې میشتېدنې کمیټې غړي او دکرنې وزارت مالې او اداري مرستیال مولوي فضلباري فضلي په مشرۍ د ۱۲ کمیټو د ځینو غړو په شتون کې عمري مېشت غالي کې د راستنوشویو کورنیو ته دلومړنیو او دایمي مرستو د جذب او ستونزو نښه کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې د لنډمهالې میشتېدنې کمیټې غړی مولوي فضل باري فضلي سربېره د ترانسپورت، د مرستو د جذب،  خدماتو،  ننګرهار کرنې رییس، عشر او زکات رییس ګډوون درلود.
د لنډمهالې میشتېدنې کمیټې غړی او دکرنې وزارت مرستیال مولوي فضل باري فضلي دمرستو د جذب  کمیټې مسولینو ته په مېشت غالې کې د ستونزو،  لاسته راوړنو او نورو برخو کې معلومات ورکړل. 
ښاغلي فضلي وویل په مېشت غالې کې په ټولو برخو کې چوپړتیاوې روانې دي خو دا بسنه نکوی او د سرپناه، څښاک، خوراک، روغتیا، ترانسپورت، تشنابونو او ګڼو نورو برخو کې زیاته اړتیا لیدل کېږي.
هغه زیاته کړه، ددې ترڅنګ د دایمي هستوګنۍ او اوږد مهال کې ددوی لاسنېوي ته هم باید یو د حل مناسبه لاره ولټول شي.
 د مرستو د جذب کمیټې غړي او د مالې وزارت استازي وویل چې په مېشت غالي کې شته ستونزې به له مشرانو سره شریکي کړي.
هغه دغه راز وویل ددي کمیټې دنده داده ترڅو په مېشت غالي کې ستونزې په نښه او د هغو لپاره په کور دننه او بهر کې مرستي راجلب شي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

بازگشت