بغلان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۶:۲۳
بغلان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۶غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، او د تمدن د اصلاح شوو تخمونو د تولید شرکت په همکارۍ، د پلخمري ولسوالی د قاضي په کلي کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د بغلان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر، اړوند مدیران، د تخمونو تولید شرکتونو استازي، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» استازي، او د پلخمري ولسوالی له بېلابېلو سیمو راغلي مخکښ بزګران ګډون درلود.
ددې ناستې ګډونوالو ته د کرنې متخصصینو له خوا د اصلاح شوو غنمو د تولید، کر او پالنې، او د نباتي ناروغیو د مخنیوي او درملنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
یاد پروګرامونه د بزګرانو د پوهې لوړولو، اصلاح شوو تخمونو ته د لاسرسي، او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مهم بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت