اروزګان کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۸
د اروزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.

د اروزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.
دا پروګرام د اروزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې د مسولینو، د مالدارۍ آمریت کارکوونکو او د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو چارواکو په شتون کې ترسره شو.
د اروزګان دکرنې ریاست چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، په دې کمپاین کې به ۶۵۰۰۰ ډوزه واکسین د کرنې وزارت له لارې او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ، د ولایتي کچې د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو له لارې به ددی ولایت په  مرکز او ټولو ولسوالیو کې پلي شي.
د دې واکسین د تطبیق موخه د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی، د څارویو د مړینې کمول او د اروزګان ولایت د څارویو د بزګرانو د اقتصاد ملاتړ کول دي.
دا پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې په هېواد کې د څارویو روغتیا ښه کولو او د څارویو پیاوړتیا او لوړ محصولاتو د تولید په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت