ارزګان کې د چرګانو روزنې کاروبار په غوړېدو دی

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۳:۲۰
ارزګان کې د چرګانو روزنې کاروبار په غوړېدو دی

۱۲ سلواغه ۱۳۹۹
د ارزګان په ولایت کې د چرګانو روزنې فارمونو وده کړې او په دې وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې دچرګانو ۴۵ فارمونه جوړ شوي، چې له دې ډلي ۱۵ فارمونه یې نوي جوړې شوي، چې د کال سلګونه ټنه غوښه تولیدوي.
د چرګانو روزنې دغه شمېر فارمونه د ارزګان ولایت په بېلابېلو څنډو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ جوړې شوي دي.
د ارزګان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو فارمونو د ودې او پراختیا په پار یې هڅې چټکې کړي دي.
باید وویل شی، چې د کرنې وزارت په دې ولایت کې د چرګانو روزنې د پراختیا په پار ګڼې برنامې پلي کړي، چې په دغو برنامو کې د چرګانو روزنې فارمونه جوړول، د چرګانو فارم لرونکو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول، پر چرګانو روزونکو د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشل او دوی ته اسانتیاوې برابرول شامل دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۸:۱۸
Background image

د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د  ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۴
Background image

لغمان کې ۵۰ بزګران د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونو او کیمیاوي سرو له مرستو برخمن شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته ووېشل شوه

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د نښځو نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو صندوق په مالي او د مدیریت، نوښتونو او. . .

بازگشت