د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت میدان وردک بازدید کرد

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره یې کتنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د ریاست د کاري وضعیت او فعالیتونو ارزونه وشوه او د مالي او اداري چارو، تدارکاتو، عشر او زکات، د مخابراتي انتنونو د تثبیت او ارزونې، ځمکنیو چارو او نورو اړوندو برخو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
مولوي نورالدین عمیر د مسؤلینو د راپور له اورېدو وروسته، په اداري او مالي چارو کې پر روڼتیا، د اداري او مالي بهیرونو پر لا ښه تنظیم، د کارکوونکو او مراجعینو ستونزو ته پر رسېدنې، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د د اصولو او نافذو مقرراتو له مخې د چارو پر مخ وړلو باندې ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د کاري بهیر د ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړې او له مسؤلینو او کارکوونکو یې وغوښتل، چې د مسئولیت احساس، صداقت او لا ډېرو هڅو په مټ هېوادوالو ته لا اغېزمن او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
د لیدنې په پای کې، د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د وزارت د مشرتابه له پاملرنې او همکاریو څخه مننه وکړه او د وزارت د پروګرامونو د پلي کېدو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د خدمتونو د لا ښه والي لپاره یې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۴۹
Background image

د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال: روزګان کې منظور شوې اوبولګولو پروژې به د اوبو د ضایعاتو مخه ونیسي

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د روزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د سمنګان د کرنې ریاست د کړنو ارزونه

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر سمنګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

د زابل شاه‌جوی کې  لسګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازښت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په کچه ۱۲۰ تنو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د سازښت او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د خوندي. . .

بازگشت