د کرنې وزیر د جاپان د نړیوالو همکاریو د اژانس (JICA)له نوی استازی سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۹:۳۸
jica

۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی دخپل کار په دفتر کې، افغانستان لپاره د جاپان د نړیوالو همکاریو د اژانس (JICA) له نوی استازی ښاغلی کازویزا رای سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د کرنې د وضعیت پر ښه کولو او افغانستان لپاره د جاپان د همکاریو پر دوام خبرې اترې وکړې.

ښاغلی رای د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د پراختیا په برخه کې د نصیر احمد دارنی هلې ځلې وستیال او ژمنه یې وکړه، چې جاپان له افغانستان سره اوږد مهاله همکاري کوی.

ښاغلی رای د افغانستان د کرنې په برخه کې د دوو پروژو د فعالیت د دویم پړاو د پیل خبره هم وکړه. دا دوه پروژې د وریجو د پراختیا په برخه کې د «RIPA»تر عنوان لاندې او د وړتیا لوړولو په برخه کې د «CDIS»تر عنوان لاندې پروژې دي، چې د کرنې وزارت تر چتر لاندې د جاپان په مرسته فعالیت کوی.

ښاغلی رای زیاته کړه، چې ددغو پروژو د دویم پړاو مالي ملاتړ هم د جاپان له خوا کیږي.

د کرنې وزارت ددغو دوو پروژو د دویم پړاو د ملاتړ په پار باید تر راتلونکو دوو اوونیو پورې خپل وړاندیز ثبت کړي، تر څو د جاپان د همکاریو اژانس وکولای شي، چې ددغو دوو پروژو د اړتیا وړ بودیجه په پام کې ونیسي.

په دې غونډه کې ښاغلی درانی ټینګار وکړ، چې دواړه پروژې په ځانکړې توګه د وریجو د پرختیا پروژه دې باید په لا ډېر موثریت او مثمریت پلي شي.

ښاغلی درانی د جایکا له استازی څخه وغوښت چې، په افغانستان کې د تولیدي وریجو د کیفیت پر ښه کولو دې ډېر تمرکز وکړي.

دواړو خواوو ژمنه وکړه، چې د کرنې د وضعیت ښه کولو په پار په کډه کار کوی او په راتلونکې کې به د کرنې په برخه کې ښې پروژې پلي کوی.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

غزني کې ۸۴ بزګرانو ته د انجې نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت په مالي مرسته، د دغه ولایت د اندړ، ګیلان، مقر، ناوه او خواجه عمري ولسوالیو ۸۴. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۳
Background image

کندهار کې نږدې ۱۳۰ زره څاروي د ریخک او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په نتیجه کې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په. . .

بازگشت