هرات کې د اوبولګولو اته کانالونه جوړېږي

naim.rezai
جمعه ۱۳۹۹/۱۲/۱۵ - ۱۵:۲۷
هرات کې د اوبولګولو اته کانالونه جوړېږي

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې EATS له لارې په هرات کې د اوبولګولو اته کانالونه جوړوي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري، دهرات والي سيد وحيد قتالي او د انجيل ولسوالۍ د يوشمېر اوسيدونکو په حضور کې د انجيل په ولسوالۍ کې دهزاره ګي اسيا دکانال د بنسټ ډبره کېښود.
حشمت الله غفوري په دې ولايت کې د بېخ بنسټو پروژو د پلي کېدو لړۍ څخه د خوښۍ ترڅنګ وويل: "ددې کانال ترڅنګ ټاکل شوې،  چې د انجيل او غوريان ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې اته نور کانالونه هم جوړ شي."
ښاغلی غفوري وويل،  چې ياد کانالونه چې ټوليز لګښت يې څه باندې ۱۲۱ميليونه افغانيو ته رسېږي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې له لارې جوړېږي.
ددغو کانالونو ټوليز اوږدوالی به ۴۴زره او ۲۳۴ مترو ته ورسېږي او په جوړېدو سره يې په مستقيم او غير مستقيم ډول ۲۴زره او ۷۳۴ کسان ترې برخمن کېږي.
ددغو کانالونو په جوړېدو سره درې زره او ۵۶۹ هکټاره کرنيزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي.
په دغو پروژو کې د  هزاره‌ګي آسیا کانال، جوی کج، شادي بره علیا، شادي بره سفلی، نیسان، صالح‌آباد ،غنجان او پوشان کانالونه شامل دي، چې د انجیل او غوریان ولسواليو کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت