میدان وردګ کې ۷۶۵ متراکم او عادي بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۴:۹
میدان وردګ کې ۷۶۵ متراکم او عادي بڼونه جوړېږي

۱۰ وری ۱۴۰۰
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ۷۶۵ جریبه نویو بڼونو د جوړولو په پار پر بڼوالو د نیالګیو د وېش لړۍ پای ته ورسېد.
د میدان وردګو د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو ۷۶۵ جریبه بڼونو له ډلې ۳۵ جریبه یې متراکم بڼونه دي، چې دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې «HVCDSP» او ۷۳۰ جریبه نور یې عادي بڼونه دي، چې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» له خوا جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست پر دې سربېره، چې کروندګرو ته تصديق شوي نيالګي ورکړي دي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې میدان وردګو ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې دود کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» په مالي او  د افغانستان د کلیو د بیارغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مدیریت، پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې له لوري د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې. . .

بازگشت