هلمند کې د ولایت په کچه د وړیو تولید او راټولونې ټولنه جوړه شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۶:۸
هلمند کې د ولایت په کچه د وړیو تولید او راټولونې ټولنه جوړه شوه

۲۱ کب ۱۳۹۹
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت لخوا، د کوچي مالدارانو لپاره د وړیو د تولید او راټولونې ټولنه جوړه شوه.
د هلمند دکرنې رييس زلمی الکو واييدا چې دهلمند ولایت ډېره مالداري او تر څنګ یې په زیاته کچه حیواني تولیدات لري، چې له دې ډلې  یو هم وړۍ دي، ددی لپاره چې د وړیو لپاره ښه بازار رامنځ ته او د مالدارانو اقتصادي ودې ته زمينه برابره شي ياده ټولنه جوړه شوه.
 د ښاغلي الکو په خبره د يادې ټولنې جوړولو په پار د کوچي مالدارانو ترمنځ په ازاد ډول ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د ټولنې رييس حاجي کجیر خان، مرستیال حاجي کرم خان، منشي حاجي فضل الدین،  خزاندار ګلبدین خان او ویاند محمد نبي خان  وټاکل شول.
غونډې ته دهلمند ولایت د کوچیانو او مالدارانو په استازیتوب له ټولو ولسوالیو څخه ۱۰-۱۰ کسان راغوښتل شوي وو چې، په ټوليزه توګه  ٢٥٠ تنو مالدارانو حضور درلود.
ياده ټولنه د کوچيانو او مالدارانو د نورو ستونزو د هوارولو سربېره د دوی وړيو پلور ته زمينه برابروي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت