خاک جبار کې د مصنوعي القاح یو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۲:۵۹
خاک جبار کې د مصنوعي القاح یو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۳۰ سلواغه ۱۳۹۹
د کابل ولایت د خاک جبار په ولسوالۍ کې د مصنوعي القاح یو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد مرکز په پرانیست غونډه کې د کابل دکرنې رییس عمرجان منګل وویل: «د مصنوعي القاح دا مرکز ددې ولسوالۍ په کچه مالدارانو سره د مرستې او د اصلاح شویو خوسکیو د نسل د زیاتوالي په پار جوړه شوې ده. موږ ژمن یو چې د هېواد په پلازمېنه کې د ولسوالیو په کچه د یادو مرکزنو په جوړولو سره د اصلاح شویو غواوو د نسل زیاتوالي، د لبنیاتو او غوښو زیاتوالي په برخه کې اغېزناک ګامونه وچت کړو.»
یاد مرکز د کابل دکرنې ریاست له پراختیایي بودیجې څخه د نږدې دوه میلیونه افغانیوپه لګښت جوړه شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت