د هلمند د کرنې ریاست: راتلونکی کال څه باندې یومیلیون مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وېش ته چمتو کیږي

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۴:۲۱
د هلمند د کرنې ریاست: راتلونکی کال څه باندې یومیلیون مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وېش ته چمتو کیږي

۱۶مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د بڼوالۍ د پراختیا او دبڼوالو د ملاتړ په پار دمګړۍ ددې ولایت په قوریو کې په څه باندې یومیلیونه مېوه لرونکو او بې مېوو نیالګیو کار روان دی او ټاکل شوې، چې راتلونکی کال وېش ته چمتو او د بڼوالو او ځمکوالو په واک کې ورکړل شي.
د هلمند دک رنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دغو قوریو کې د ګلاب ګل ۲۰۰ زره قلمې، د زیتونو ۲۰۰زره قلمې، د انګورو ۲۰۰ زره قلمې، د انارو ۲۰۰ زره قلمې، د انځرو ۵۰ زره قلمې، لس کیلو د سروې تخم، لس کیلو د مورفان تخم، شل کیلو ناجو، او په ۲۰ جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو ونو د نیالګیو دکرکېلي چارې په چټکۍ سره روانې دي، ترڅو راتلونکې کې ددې ولایت ځمکوالو او بڼوالو ته په واک کې ورکړل شي.
د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په دې وروستیو کې پر ډول ډول مېوه لرونکو او زینتي ونو څېړنې کړي دي، چې د ښو پایلو په ترلاسه کولو سره، دا مهال هلې ځلې کوي، چې په قوریو او نرسریو کې یادې ونې ډېرې وروزي او د هلمندي بڼوالو او ځمکوالو په واک کې ورکړي.
زلمی الکو وايي، چې ددې ولایت له خوارې او هوا سره د توافق لرونکو نیالګیو د ډېرولو او د مېوو د نویو ارزښت لرونکو بڼونو د دودولو او تکثیر له لارې غواړي، چې ددې ولایت بزګر او بڼوالو ته کاري فرصتونه برابر او د دوی د عوایدو کچه لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت