پر هلمندي کب روزونکو د کبانو د ۲۲۵ زره بچیو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۶:۵۲
پر هلمندي کب روزونکو د کبانو د ۲۲۵ زره بچیو د وېش لړۍ پیل شو


۲۸ لړم ۱۳۹۹
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د کب روزنې ګڼ فارمونه جوړ شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په هلمند کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال سلګونه ټنه غوښه تولیدوي، چې د هلمند په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې ولایت کې له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کیږي، چې ددغو مرستو او همکارویو په دوام پر ۵۰ فارم لرونکو پر هر یوه فارم لرونکی د کبانو دوه زره بچي وېشل کیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار تر دې وړاندې هم یوشمېر برنامې پلي شوي دي، چې په دغو برنامو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
ښاغلی الکو دغه راز وویل، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې ددې پروسې له لارې د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د نادعلي، مارجې، ګرمسېر، ناوې او نهرسراج په ولسوالیو کې پر ۵۰ فارم لرونکو د کبانو ۲۲۵ زره بچي او د کبانو خوراکي توکي ووېشل شي. دغه پروژه د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویلیږي.
زلمي الکو وویل، چې هلمند کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې ۳۶۰ بابو ته رسیږي، چې له دغو فارمونو څخه په کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنه کبان تولیديږي.
د هلمند دکرنې رییس زیاته کړه، دکرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د کب روزنې برخه پیاوړي کړي، ترڅو یاد ولایت د کبانو په برخه کې صادراتي حالت ځان ته غوره کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۴۶
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې ۷۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې له لوري د پکتیکا ولایت په دوو ولسوالیو اورګون او خیرکوټ کې، ۷۰ مالدارانو ته د شېدو د پروسس او لېږد اړین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۴۲
Background image

هلمند کې د څارویو د روغتیا ساتنې په موخه د واکسیناسیون کمپاینونه دوام لري؛ په مارجې کې ۵۹۴ څاروي واکسین شول او په باباجي کې د ۷۵۰۰ څارویو د واکسین کمپاین پیل شو

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا ساتنې، د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوي او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د راکمولو په موخه په بېلابېلو ولسوالیو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۴۲
Background image

هلمند کې د خرما بڼونو د پراختیا په موخه هڅې؛ موسی‌کلا کې د ۵۰ کورنیو لپاره سروې پیل شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خرما بڼونو د ترویج او پراختیا، د بڼوالۍ د ودې او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په. . .

بازگشت