پر هلمندي کب روزونکو د کبانو د ۲۲۵ زره بچیو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
Wed, Nov 18 2020 4:52 PM
پر هلمندي کب روزونکو د کبانو د ۲۲۵ زره بچیو د وېش لړۍ پیل شو


۲۸ لړم ۱۳۹۹
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د کب روزنې ګڼ فارمونه جوړ شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په هلمند کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال سلګونه ټنه غوښه تولیدوي، چې د هلمند په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې ولایت کې له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کیږي، چې ددغو مرستو او همکارویو په دوام پر ۵۰ فارم لرونکو پر هر یوه فارم لرونکی د کبانو دوه زره بچي وېشل کیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار تر دې وړاندې هم یوشمېر برنامې پلي شوي دي، چې په دغو برنامو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
ښاغلی الکو دغه راز وویل، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې ددې پروسې له لارې د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د نادعلي، مارجې، ګرمسېر، ناوې او نهرسراج په ولسوالیو کې پر ۵۰ فارم لرونکو د کبانو ۲۲۵ زره بچي او د کبانو خوراکي توکي ووېشل شي. دغه پروژه د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویلیږي.
زلمي الکو وویل، چې هلمند کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې ۳۶۰ بابو ته رسیږي، چې له دغو فارمونو څخه په کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنه کبان تولیديږي.
د هلمند دکرنې رییس زیاته کړه، دکرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د کب روزنې برخه پیاوړي کړي، ترڅو یاد ولایت د کبانو په برخه کې صادراتي حالت ځان ته غوره کړي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS