د کرنې وزیر د کرنې د پراختیا د وجهي صندوق له چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۲:۳۳
د کرنې وزیر د کرنې د پراختیا د وجهي صندوق له چارواکو سره وکتل
 
۱۶ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی دخپل کار په دفتر کې د کرنې د پراختیا د وجهي صندوق له مشر ایمل ارمان او ددې صندوق له نورو چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
د کرنې د پراختیا د وجهي صندوق مشر او چارواکو یې، په تېرو درېوو کلونو کې د کرنې د پراختیا د وجهي صندوق د ودې او پراختیا او په دې پرخه کې د اسانتیاوو برابرولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی هلې ځلې وستایل او ترې نه یې مننه وکړه.
د کرنې د پراختیا دوجهي صندوق مشر ایمل ارمان د کرنې وزیر ښاغلی درانی څخه په مننې او قدردانی سره وویل: «درې کاله وړاندې د کرنې وجهي صندوق ۳۲۵ میلیونه افغانۍ تاوان کړئ و، خو په تېرو درېوو کلونو کې چې ښاغلی درانی د کرنې وزارت مشرتابه پر غاړه واخیست، د بزګرانو د ملاتړ له یاد بنسټ څخه یې ملاتړ وکړ، نه یوازې دا چې مخکیني تاوان جبران شو، ددې ترڅنګ یاد بنسټ دمګړۍ څه باندې ۲۱۰ میلیونه افغانۍ ګټه کړې ده.»
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق بزګرانو ته د پورونو ورکولوپه برخه کې، هغوی سره په اسانو شرایطو مرسته کوي او ددې صندوق چارواکي وایي، چې کرنیز پورونه اوس د پلان په مطابق ورکول کیږي او راټولیږي.
ددې صندوق چارواکي وایي، کوم بزګران چې ددې بنسټ له چوپړونو برخمن شوي دي، وضعیت یې په اساسي ډول بدل شوي دي او کاروبا یې هم پراخې شوي دي. د کرنې د پرختیا د وجهي صندوق چارواکي؛ د کرنې د پراختیا له وجهي صندوق څخه دکرنې وزیر د ملاتړ او په دې برخه کې د وزیر د هلو ځلو قدرداني وکړل.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وویل، چې په ډېر شمېر ولایتونو او په ځانګړې توګه هغه ولایتونه، چې لږ پراختیایې کارونه په کې شوي دي، د بزګرانو عوایدو ته په کتو باید دوی ته پورونه ورکړل شي او لاډېرې اسانتیاوې باید ورته برابرې شي.
ښاغلی درانی وویل، چې د کرنې وزارت مشرتابه، د کرنې د پراختیا له وجهي صندوق سره همکار دی.
باید وویل شي، کوم پورونه چې د کرنې پراختیا د وجهي صندوق له خوا بزګرانو ته ورکول کیږي، د کرکېلي په برخه کې د پانګونې او دغه راز د بزګرانو د کاروبار د ودې لامل کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت