پکتیا کې ۲۰ مچۍ لرونکو ته د شاتو مچیو صندوقونه او اړین توکي ووېشل شول
٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ، د شاتو مچیو د روزنې او ودې په موخه د مرکز ګردبز ۲۰ مچۍ لرونکو ته د شاتو مچیو صندوقونه له اړینو توکو سره ووېشل شول.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ اړوند د مالدارۍ آمریت د ګټورو حشراتو مدیر، د اکشن اېډ مؤسسې استازو، د یاد ریاست د مالدارۍ برخې مسؤلینو او یو شمېر زنبوردارانو ګډون کړی و.
په یاد پروګرام کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ګټورو حشراتو مدیر وویل، چې هر مچۍ لرونکو ته څلور د شاتو مچیو ډک صندوقونه، دری خالي صندوقونه له اړینو توکو سره ورکړل شول. نوموړي د شاتو مچیو د روزنې اهمیت، اقتصادي ارزښت او د یادې پروژې د موخو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د شاتو مچیو روزنه نه یوازې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د کرنیزو محصولاتو په برخه کې هم مهم رول لري.
په پای کې ګټه اخیستونکو مچۍ لرونکو د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د اکشن اېډ مؤسسې له دې مرستې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ورکړل شوي صندوقونه او وسایل به په ښه ډول وساتي او ترې به اغېزمنه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د شاتو مچیو د صندوقونو او اړینو وسایلو له وېش وړاندې، یادو مچۍ لرونکو ته د شاتو مچیو د روزنې، ساتنې او د وسایلو د سم استعمال په اړه لازمې روزنې هم ورکړل شوې وې.
