د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې پرانیستل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۰
نمایشگاه بین‌المللی زراعت و مالداری افغانستان با شعار «از مزرعه تا بازار» افتتاح شد

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کابینې د یو شمېر غړو او د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو، د خصوصي سکتور، د سوداګرۍ او کرنې او مالدارۍ خونو استازو او د بېلابېلو هېوادونو د سیاسي استازو په ګډون، په کابل کې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې پرانیستل شو.
د پرانیستنې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو، د خصوصي سکتور استازو او د ایران سفیر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ظرفیتونو، د پانګونې د فرصتونو او د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو، د سوداګریزو همکاریو په رامنځته کولو، د تجربو په تبادله او د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د دغه نندارتون د رول په اړه ویناوې وکړې.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د رییس‌الوزراء پیغام هم وړاندې شو چې په کې د خصوصي سکتور پر ملاتړ او د بېلابېلو پروګرامونو د پلي کولو له لارې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا پر اړتیا ټینګار شوی و.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په خپله وینا کې دغه نندارتون د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ظرفیتونو د معرفي کولو، د پانګونې د راجلبولو، د نوې ټکنالوژۍ د لېږد، د تجربو د تبادلې او د نړۍوالو همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصت وباله.
نوموړي وویل، کرنه او مالداري د هېواد د اقتصاد له اساسي برخو څخه دي او افغانستان د حاصل‌خیزو ځمکو، اوبو سرچینو، طبیعي څړځایونو او متنوع اقلیم په لرلو سره د دغو سکتورونو د پراختیا پراخ ظرفیتونه لري.
د کرنې وزیر د مالدارۍ په برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه وویل، چې په تېرو کلونو کې نږدې درې زره عصري د غواوو او نورو څارویو فارمونه جوړ شوي دي. همداراز، د چرګانو د روزنې په برخه کې د غوښینو چرګانو د فارمونو شمېر له شاوخوا پنځه زره او ۸۰۰ فارمونو څخه شاوخوا ۱۳ زره او ۵۰۰ فارمونو ته لوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې د هګیو ورځنی تولید هم له شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زرو دانو څخه نږدې څلورو میلیونو دانو ته لوړ شوی دی.
مولوي عطاءالله عمري همداراز وویل، چې د شنوخونو جوړول، د بڼوالۍ پراختیا، د سړو خونو جوړول او د کرنیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو د ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او له وارداتو څخه د هېواد د وابستګۍ د کمولو لپاره له ترسره شویو اقداماتو څخه دي. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څلور زره او ۷۱۶ نوي شنوخونه جوړ شوي او په تېرو درېیو کلونو کې ۱۷ زره او ۸۶۴ جریبه نوي بڼونه هم جوړ شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د کرنیزو محصولاتو معیاري پروسس او بسته‌بندي، د سړو خونو جوړول، د لبنیاتو صنعت، د حیواني خوراکي توکو تولید، د چرګانو د مورنیو فارمونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو تولید، د عصري اوبولګولو سیستمونه، کرنیز ماشین‌آلات او له نوې ټکنالوژۍ څخه استفاده، په افغانستان کې د پانګونې له مهمو او لوړ ظرفیت لرونکو برخو څخه دي.
د کرنې وزیر له دوستو هېوادونو، نړۍوالو سازمانونو، پانګه‌والو او خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې له لارې د هېواد په اقتصادي وده، د تولیداتو په زیاتوالي او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
همداراز، په دې مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه وینا وکړه او د کرنې او مالدارۍ د سکتور د پراختیا لپاره یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د پرانیستنې د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، مسؤلینو او مېلمنو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه او غرفه‌والو د خپلو محصولاتو، فعالیتونو او تولیدي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په دغه نندارتون کې کرنیز او مالدارۍ محصولات، کرنیز ماشین‌آلات او وسایل، پروسس شوي تولیدات او د کورنیو او بهرنیو تولیداتو نور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د شپږو ورځو لپاره، د زمري له ۲۰مې تر ۲۵مې نېټې پورې، په کابل کې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې په لاره اچول شوې او د لیدونکو او لېوالتیا لرونکو پر مخ پرانیستی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

پکتیا کې ۲۰ مچۍ لرونکو ته د شاتو مچیو صندوقونه او اړین توکي ووېشل شول

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ، د شاتو مچیو د روزنې او ودې په موخه د مرکز ګردبز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

بازگشت