د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې پرانیستل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۰
نمایشگاه بین‌المللی زراعت و مالداری افغانستان با شعار «از مزرعه تا بازار» افتتاح شد

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کابینې د یو شمېر غړو او د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو، د خصوصي سکتور، د سوداګرۍ او کرنې او مالدارۍ خونو استازو او د بېلابېلو هېوادونو د سیاسي استازو په ګډون، په کابل کې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې پرانیستل شو.
د پرانیستنې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو، د خصوصي سکتور استازو او د ایران سفیر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ظرفیتونو، د پانګونې د فرصتونو او د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو، د سوداګریزو همکاریو په رامنځته کولو، د تجربو په تبادله او د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د دغه نندارتون د رول په اړه ویناوې وکړې.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د رییس‌الوزراء پیغام هم وړاندې شو چې په کې د خصوصي سکتور پر ملاتړ او د بېلابېلو پروګرامونو د پلي کولو له لارې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا پر اړتیا ټینګار شوی و.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په خپله وینا کې دغه نندارتون د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ظرفیتونو د معرفي کولو، د پانګونې د راجلبولو، د نوې ټکنالوژۍ د لېږد، د تجربو د تبادلې او د نړۍوالو همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصت وباله.
نوموړي وویل، کرنه او مالداري د هېواد د اقتصاد له اساسي برخو څخه دي او افغانستان د حاصل‌خیزو ځمکو، اوبو سرچینو، طبیعي څړځایونو او متنوع اقلیم په لرلو سره د دغو سکتورونو د پراختیا پراخ ظرفیتونه لري.
د کرنې وزیر د مالدارۍ په برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه وویل، چې په تېرو کلونو کې نږدې درې زره عصري د غواوو او نورو څارویو فارمونه جوړ شوي دي. همداراز، د چرګانو د روزنې په برخه کې د غوښینو چرګانو د فارمونو شمېر له شاوخوا پنځه زره او ۸۰۰ فارمونو څخه شاوخوا ۱۳ زره او ۵۰۰ فارمونو ته لوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې د هګیو ورځنی تولید هم له شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زرو دانو څخه نږدې څلورو میلیونو دانو ته لوړ شوی دی.
مولوي عطاءالله عمري همداراز وویل، چې د شنوخونو جوړول، د بڼوالۍ پراختیا، د سړو خونو جوړول او د کرنیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو د ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او له وارداتو څخه د هېواد د وابستګۍ د کمولو لپاره له ترسره شویو اقداماتو څخه دي. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څلور زره او ۷۱۶ نوي شنوخونه جوړ شوي او په تېرو درېیو کلونو کې ۱۷ زره او ۸۶۴ جریبه نوي بڼونه هم جوړ شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د کرنیزو محصولاتو معیاري پروسس او بسته‌بندي، د سړو خونو جوړول، د لبنیاتو صنعت، د حیواني خوراکي توکو تولید، د چرګانو د مورنیو فارمونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو تولید، د عصري اوبولګولو سیستمونه، کرنیز ماشین‌آلات او له نوې ټکنالوژۍ څخه استفاده، په افغانستان کې د پانګونې له مهمو او لوړ ظرفیت لرونکو برخو څخه دي.
د کرنې وزیر له دوستو هېوادونو، نړۍوالو سازمانونو، پانګه‌والو او خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې له لارې د هېواد په اقتصادي وده، د تولیداتو په زیاتوالي او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
همداراز، په دې مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه وینا وکړه او د کرنې او مالدارۍ د سکتور د پراختیا لپاره یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د پرانیستنې د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، مسؤلینو او مېلمنو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه او غرفه‌والو د خپلو محصولاتو، فعالیتونو او تولیدي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په دغه نندارتون کې کرنیز او مالدارۍ محصولات، کرنیز ماشین‌آلات او وسایل، پروسس شوي تولیدات او د کورنیو او بهرنیو تولیداتو نور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د شپږو ورځو لپاره، د زمري له ۲۰مې تر ۲۵مې نېټې پورې، په کابل کې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې په لاره اچول شوې او د لیدونکو او لېوالتیا لرونکو پر مخ پرانیستی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت