پکتیکا ولایت کې ۴۷ بزګرانو ته د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۵۰

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې د کرنې او مالدارۍ ټیم د کرنیزو چارو مسؤلینو له لوري د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ په ترڅ کې ۴۷ تنو له مخکې ټاکل شویو مستحقو بزګرانو ته د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او اړینې کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
یاد پروګرام د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شویو تخمونو د ترویج او د بزګرانو د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شو.
د وېش په بهیر کې هر مستحق بزګر ته ۱۴ کیلو ګرامه د لوبیا اصلاح شوی تخم، ۱۲ کیلو ګرامه سپینه سره (یوریا) او ۱۰ کیلو ګرامه توره سره ورکړل شوه، ترڅو بزګران وکولای شي د معیاري کرنې له لارې ښه حاصل ترلاسه کړي.
د تخمونو او سرې له وېش سره یو ځای، د کرنې او مالدارۍ ټیم مسؤلینو له بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو د کرلو، پالنې، د مناسب وخت ټاکلو، د سرې د استعمال طریقو او د حاصلاتو د ښه والي په اړه لومړني تخنیکي معلومات هم شریک کړل.
بزګرانو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او د اړیکو دفتر او د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څخه یې مننه وکړه، چې د کرنیزو مرستو له لارې د دوی ملاتړ کوي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، چې د اصلاح شویو تخمونو ترویج او د بزګرانو ملاتړ د کرنیز تولید د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم ګام دی، او د ورته پروګرامونو د دوام لپاره به هڅې روانې وي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت