ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې  په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې  په مالي ملاتړ پيل شوی، چې له مخې به یې په بهسود، چپرهار، حصارک، پچیراګام، کامې، کوزکونړ، دره نور، سره رود، خوږیاڼو، روداتو، هسکې مېنې، بټي کوټ، کوټ او شېرزاد ولسوالیو کې کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق شي.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، د چیچک ناروغۍ پر وړاندې واکسین کول د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا، د څارویو د روغتیا ساتنې او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم او اغېزمن اقدام دی.
د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د ختیځ زون مسؤل ډاکتر رحیم الله سلیمی وایي، د چیچک واکسین په کوچنیو څارویو کې د ناروغۍ له امله د مړینې کچه راکموي او د جنین د سقط او بچي د ضایع کېدو په مخنیوي کې هم رغنده رول لري.
د دې کمپاین له لارې به د کوچنیو څارویو د ناروغیو د مخنیوي ترڅنګ، د مالدارانو د څارویو د ساتنې او د هغوی د عایداتو د خوندیتوب په برخه کې هم مهم ګام پورته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت