د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړ شول.
د ننګرهار د کرنې رییس، مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د کرنې وزارت د ځانګړې پاملرنې او په دې ولایت کې د ستروسو د ښې ودې او مناسب اقلیم ته په کتو، په روداتو ولسوالی کې د چینایي لیمو ۲۳ جریبه بڼونو لپاره ۲۳۰۰ اصله نیالګي بڼوالو ته سپارل شوي دي. د نوموړي په وینا، په نږدې راتلونکي کې به یادو بڼوالو ته د څاڅکو اوبخور (ډرېپ اېرېګېشن) سیستمونه هم ولګول شي، څو د اوبو سپما او د حاصلاتو کیفیت لا ښه شي.
هغه زیاته کړه، چې دغه بڼونه د بدیل معیشت پروګرام تر چتر لاندې جوړ شوي، چې موخه یې د نشه‌یي توکو پر ځای د قانوني او عاید لرونکو حاصلاتو ترویج او له بزګرانو سره هر اړخیزه مرسته ده.
همدارنګه څه موده وړاندې هم د کرنې وزارت له لوري د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۵۹ جریبه د ستروسو بڼونه جوړ شوي وو، چې د بڼوالۍ د پراختیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
چارواکي وایي، د ننګرهار مناسب اقلیم د بېلابېلو مېوو د روزنې او پالنې لپاره غوره زمینه برابره کړې ده، او د کرنې ریاست هڅه کوي د خپلو متخصصینو په همکارۍ بڼوالۍ ته لا زیاته وده ورکړي، څو هېواد د مېوو په تولید کې پر ځان بسیا او له بهرنیو وارداتو بې‌نیازه شي.
ننګرهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې د ګرم اقلیم او مناسبو ځمکو له امله د ستروسو د کر او روزنې لپاره ځانګړی ظرفیت لري. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې د بدیل معیشت پروګرام له لارې بڼوالۍ ته وده ورکړي، څو هم د بزګرانو عواید لوړ شي او هم د نشه‌یي توکو د کښت مخه ونیول شي.


ایجاد باغ‌های جدید لیموی چینی در رودات ننگرهار؛ گام عملی در برنامه بدیل معیشت
۱۲ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با کمک تخنیکی و با استفاده از بودجه انکشافی وزارت زراعت، در ولسوالی رودات این ولایت باغ‌های جدید لیموی چینی ایجاد کرده است.
مولوی عبدالستار محمد، رییس زراعت ننگرهار، گفت که با توجه به توجه ویژه وزارت زراعت و موجودیت اقلیم مناسب برای رشد ستروس در این ولایت، برای ایجاد ۲۳ جریب باغ لیموی چینی در ولسوالی رودات، ۲۳۰۰ اصله نهال به باغداران توزیع شده است. به گفته وی، در آینده نزدیک سیستم‌های آبیاری قطره‌ای نیز برای این باغ‌ها نصب خواهد شد تا در مصرف آب صرفه‌جویی شده و کیفیت حاصلات بهبود یابد.
وی افزود که این باغ‌ها در چارچوب برنامه بدیل معیشت ایجاد شده که هدف آن ترویج کشت‌های قانونی و عایدزا به‌جای مواد مخدر و فراهم‌سازی حمایت همه‌جانبه از دهقانان می‌باشد.
همچنان پیش از این نیز از سوی وزارت زراعت در ولسوالی‌های مختلف ننگرهار، ۱۵۹ جریب باغ‌های ستروس ایجاد شده بود که گامی مهم در راستای توسعه باغداری محسوب می‌شود.
مسئولان می‌گویند اقلیم مناسب ننگرهار زمینه خوبی برای پرورش انواع میوه‌ها فراهم کرده و ریاست زراعت تلاش دارد با همکاری متخصصان، باغداری را بیشتر توسعه دهد تا کشور در تولید میوه به خودکفایی رسیده و از واردات بی‌نیاز گردد.
ننگرهار از جمله ولایت‌هایی است که به‌دلیل اقلیم گرم و زمین‌های مناسب، ظرفیت ویژه‌ای برای کشت و پرورش ستروس دارد. وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سال‌های اخیر تلاش کرده است تا از طریق برنامه بدیل معیشت، باغداری را توسعه دهد تا هم عواید دهقانان افزایش یابد و هم از کشت مواد مخدر جلوگیری شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت