د کرنې وزارت د ترانسپورت ریاست نوی رییس معرفي شو

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۹:۲۶
د کرنې وزارت د ترانسپورت ریاست نوی رییس معرفي شو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

مولوي غلام محمد حافظ احمد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ترانسپورت ریاست د نوي رییس په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.

د ترانسپورت ریاست د نوي رییس په پېژند غونډه کې د دفتر رییس ملا محمدحسین خورشید احمد، د کارکوونکو د چارو رییس مولوي شمس‌الله محمد، د عشر او زکات د راټولولو لوی رییس مولوي ندامحمد عابد، د عشر رییس مولوي مفتاح‌الدین متقي، د کرنې وزارت د یو شمېر سلاکارانو او کارکوونکو ترڅنګ ګډون درلود.

مولوي غلام محمد حافظ احمد له صادقو او نېک‌نامو مجاهدینو څخه دی، چې د کرنې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د هدایت او منظورۍ پر بنسټ په دې دنده ګمارل شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت