د غزني کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۰
د غزني کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
 د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقر کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټوري غونډه د اړوندو ادارو مسؤلینو، د همکارو مؤسسو استازو او د سکټوري ارګانونو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې پیل د غزني دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوی مومین خان ابو دجانه د مؤسسو د فعالیتونو ستاینه وکړه او د دوی له کارکردګیو څخه یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي مؤسسړ ته سپارښتنه وکړه، چې خپلو مثبتو او مؤثرو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي.
ورپسې، د ناروې کمېټې استازي د خپل مؤسسې د کړنو تفصیل وړاندې کړ، چې یاده مؤسسه په عمده توګه د کرنیزو کانالونو، حوضونو او اوبولګولو په برخه کې فعالیت لري.
همداراز، د شلترفار  لایف مؤسسې استازي د خپلې مؤسسې له لوري په ولسوالیو کې د بڼوالۍ، زېرمتونونو او مالدارۍ برخو کې د تطبیق شوو پروژو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
یاده غونډه د همغږۍ، تجربو شریکولو، او د مؤثرو برنامو د پلان کولو په موخه ترسره شوه، ترڅو د کرنې او کلیوالي پرمختګ په برخه کې لا همغږي رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۵۱ څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او. . .

بازگشت