د کرنې وزارت لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۱۵
د کرنې وزارت لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي سید محمد سعید او د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رييس انجنير حميدالله حبيبي ګډون درلود.، د اراضۍ رياست لخوا کانونو او پټرولیو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته لوګر ولايت محمد آغه ولسوالۍ مس عینک سیمه کې په ۲۲۱۸ جريبه ځمکه باندې د دغه ولایت د عینک مسو د استخراج په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رييس انجنير حميدالله حبيبي ترمنځ لاسلیک شوه.

انتقال زمین از سوی وزارت زراعت به وزارت معادن و پترولیم
در جلسه‌ای که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی سید محمد سعید رییس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست عمومی اراضی و انجنیر حمیدالله حبیبی رییس پروژه مس عینک وزارت معادن و پترولیم حضور داشتند، زمین از سوی ریاست اراضی به وزارت معادن و پترولیم انتقال گردید.
این زمین بر اساس پیشنهاد ریاست انتقال و توزیع زمین‌های اداره اراضی وزارت زراعت و به حکم امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) توسط ریاست عمومی اراضی به وزارت معادن و پترولیم در ولسوالی محمدآغه ولایت لوگر، در ساحه مس عینک به مساحت ۲۲۱۸ جریب به‌منظور استخراج مس عینک انتقال داده شد.
توافق‌نامه انتقال این زمین میان مولوی سید محمد سعید رییس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت و انجنیر حمیدالله حبیبی رییس پروژه مس عینک وزارت معادن و پترولیم به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د روسیې د حیواني او نباتي روغتیا څېړنیز انستیتوت څخه لیدنه وکړه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیواني او نباتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۶
Background image

روسیه مېشتو افغان پانګه‌والو سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون کې له مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

نورستان کې د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره مهمې ناستې؛ د پروژو شفاف تطبیق، د بزګرانو ملاتړ او د ځنګلونو ساتنه لومړیتوب وبلل شول

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کچه درې مهمې جلا ناستې ترسره شوې، چې پکې د همکارو مؤسسو ترمنځ همغږي، د راتلونکو. . .

بازگشت