د مرکز زون لبنیاتو ټولنو ته د څلورو یخچالي موټرو وېش

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۲۱
د مرکز زون لبنیاتو ټولنو ته د څلورو یخچالي موټرو وېش

۳۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» استازو په شتون کې، په کابل، میدان وردګو، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې د شېدو راټولولو او لیږدولو لپاره څلور یخچال لرونکي لارۍ ووېشل شوې.
د دغو موټرو د وېش مراسم د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې ترسره شول، چې په ترڅ کې یې د مالدارۍ سکتور د ملاتړ لپاره د دغو وسایطو پر اهمیت او ارزښت خبرې وشوې.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په خپله وینا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي دفتر له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه وسایط کولای شي د لبنیاتو د برخې په پیاوړتیا او د مالدارانو د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولوبوي. نوموړي د مرستو په بهیر کې پر شفافیت او اغېزمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ له ټولو ادارو او سازمانونو ملاتړ کوو چې له افغان ولس سره مرسته کوي او هیله لرو چې د هغوی فعالیتونه نور هم زیات شي، ځکه افغانستان د جګړو پر مهال ډېر زیربناوې له لاسه ورکړي دي.»
ورپسې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» د مرکزي زون مسوول فهد بنګاش، د دې مرستې اصلي موخه د مالدارانو لپاره د لبنیاتو د محصولاتو د انتقال په برخه کې د اسانتیا برابرول وبلله او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به مرستې دوام ولري.
یادې مرستې د ملګرو ملتونو د «آبادۍ» پروژې په چوکاټ کې عملي شوي او ټاکل شوې، چې مالداران به له دغو وسایطو څخه د شېدو د لېږد په موخه ګټه واخلي.
په پای کې، د کاپیسا ولایت د کرنې رییس مولوي محمد رحیم نعماني دعا وکړه او موټرونه د لبنیاتو د ټولنو غړو ته وسپارل شول.

توزیع چهار موتر یخچالی برای اتحادیه‌های لبنیات زون مرکز
۳۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
چهار عراده موتر یخچالی برای جمع‌آوری و انتقال شیر به مراکز جمع‌آوری شیر در ولایت‌های کابل، میدان وردک، کاپیسا و پنجشیر در حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و نمایندگان برنامه انکشافی سازمان ملل متحد (UNDP) توزیع گردید.
مراسم توزیع این موترها در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار شد و در آن روی اهمیت و ارزش این وسایط در حمایت از سکتور مالداری بحث صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  در سخنرانی خود از کمک‌های دفتر انکشافی سازمان ملل قدردانی نموده و افزود که این وسایط می‌تواند در بهبود بخش لبنیات و حمایت از مالداران نقش مهم داشته باشد. او با تأکید بر شفافیت و موثریت در روند کمک‌ها گفت: «ما از تمام نهادها و سازمان‌هایی که به مردم افغانستان همکاری می‌کنند حمایت می‌نماییم و امیدواریم فعالیت‌های‌شان بیشتر گردد، زیرا افغانستان در جریان سال‌های جنگ زیرساخت‌های زیادی را از دست داده است.»
در ادامه، فهد بنگاش مسوول زون مرکز برنامه انکشافی سازمان ملل متحد هدف اصلی این کمک را فراهم‌سازی سهولت برای مالداران در انتقال محصولات لبنی به بازارها عنوان کرد و تعهد سپرد که کمک‌ها در این زمینه ادامه خواهد یافت.
این کمک‌ها در چارچوب پروژه «آبادی» برنامه سازمان ملل عملی گردیده و قرار است مالداران از این وسایط در انتقال شیر حیوانات استفاده نمایند.
در پایان، مولوی محمد رحیم نعمانی رییس زراعت ولایت کاپیسا دعا نموده و موترها به اعضای اتحادیه‌های لبنیات تسلیم گردید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت