د بلخ دکرنې ریاست: بلخ ولسوالی کې د څارويو لپاره د چيچک واکسين تطبيق پيلېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۸
د بلخ دکرنې ریاست: بلخ ولسوالی کې د څارويو لپاره د چيچک واکسين تطبيق پيلېږي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د اکټېډ دفتر په همکارۍ به د بلخ ولسوالی په کچه د څارويو د روغتیايي وضعیت د ښه‌والي او د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د چيچک واکسین تطبیق ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، د دې کمپاین په ترڅ کې به نږدې ۱۲ زره ډوزه واکسین پر څارويو تطبیق شي، څو د چيچک ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او د مالدارو اقتصادي زیانونه کم شي.
چارواکي زیاتوي، چې دا واکسین به په هغو سیمو کې تطبیق شي، چې پخوا د دغې ناروغۍ پېښې پکې لیدل شوې وې او د څارويو د خوندیتوب لپاره اړینه ده.
د بلخ د کرنې ریاست د څارویو د څانګې متخصصین له مالدارو غوښتنه کوي، چې د خپلو څارويو واکسین ته زمینه برابره کړي او د عامه روغتیايي سپارښتنو څخه پیروي وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت