د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې له غړو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۵۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې له غړو سره وکتل

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې ناسته کې بېلابېل موضوعات وڅېړل شول، چې پکې د غوښې، هګیو او د چرګانو د خوراکي توکو د تولید زیاتوالی، د بازار او بیو کنټرول، صادرات او واردات، او له ناروغیو څخه د چرګانو د خوندیتوب تدابیر شامل وو.
د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې غړو، د هېواد په بندرونو کې د صادراتو او وارداتو اړوند خپلې ستونزې شریکې کړې او د کرنې وزارت له مرستیال څخه یې د دغو ستونزو د حل لپاره د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ډاډ ورکړ چې د فارم‌دارانو د ملاتړ لپاره به لازمې همکارۍ وکړي، او د دغو ستونزو د تعقیب په موخه یې د مالیې وزارت د ګمرکاتو مرستیال سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې خبرې اترې وکړې.

نشست معین زراعت و مالداری با اعضای اتحادیه مرغداری افغانستان
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، در دفتر کار خود با تعدادی از اعضای اتحادیه مرغداری افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار، موضوعات مختلفی مورد بحث و بررسی قرار گرفت، از جمله افزایش تولید گوشت، تخم و خوراک مرغ، کنترل بازار و قیمت‌ها، صادرات و واردات و همچنین جلوگیری از آلوده شدن مرغ‌ها به امراض.
اعضای اتحادیه مرغداری افغانستان در این نشست مشکلات خود را در زمینه صادرات و واردات در بنادر کشور مطرح کردند و از معین زراعت و مالداری خواستار توجه و حل این مشکلات شدند.
در همین راستا، معین زراعت و مالداری اطمینان داد که در جهت حمایت از فارم‌داران همکاری خواهد کرد و به منظور پیگیری مشکلات، با معین گمرکات وزارت مالیه از طریق تماس تلفنی گفتگو نمود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت