د کندهار څېړنیز فارم کې د غنمو د مورني نسلونو څېړنې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۹:۴۹
د کندهار څېړنیز فارم کې د غنمو د مورني نسلونو څېړنې پیل شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندې د کوهکران څېړنیز فارم کې د غنمو د مورني نسل (بریډر) ۷ ډوله ورایټیو کرنیزې څېړنې په رسمي ډول پیل شوې.  
د دې څېړنو چارې به د فارم انجینرانو او مسؤلینو له لوري د ۱۰ جریبه ځمکې پر ساحه ترسره کېږي، چې موخه یې د غنمو له هر اړخه څېړل او ګټورو ورایټیو موندل دي. ټاکل شوې ده، چې د دغو ورایټیو حاصل وروسته خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي. شرکتونه به یې د قرارداد له مخې بزګرانو ته ووېشي، ترڅو په کندهار کې اصلاح شوې ورایټۍ دود شي او بزګران له دې پرمختګ څخه ګټه واخلي.  
یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په کوهکران څېړنیز فارم کې د یو نیم جریب ځمکې په ساحه کې د انتریو یا غیرې نومول شوو ورایټیو څېړنې هم پیل شوې وې.  
د دې څېړنو موخه د کرنې سکتور پراختیا او بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو چمتو کول دي، چې د کرنې د ښه کېدو ترڅنګ به د غلې حاصلات هم لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت