د کندهار ښورابک کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوملیکنه پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۱
د کندهار ښورابک کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوملیکنه پیل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک نړیوال سازمان (اف. اې. او) په مالي ملاتړ، د (او. ایچ. ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د نوم لیکنې دویمه لړۍ پیل شوه. د دې پروسې تر بشپړېدو وروسته به ۳۰۰ غریبو او اړمنو بزګرانو ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره مرسته ورکړل شي.
د نوم لیکنې لړۍ دښورابک ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ استازو، امنیه قومندانۍ، استخباراتو او د کلیو استازو په څارنه کې ترسره کېږي، چې پکې هغه بزګران شامل دي چې له ۲ تر ۵ جریبه ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او د تخم او کیمیاوي سرې پیرلو توان نه لري.
د دې مرستې موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړ حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت