هلمند کې مالدارانو ته د غواګانو د ساتنځایونو وسایل ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
هلمند کې مالدارانو ته د غواګانو د ساتنځایونو وسایل ووېشل شول

۲۹ لړم ۱۴۰۳هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او د څارویو د روغتیا آمریت، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د لښکرګاه ښار یو شمېر مالدارانو ته د غواګانو د ساتنځایونو لپاره اړین وسایل ووېشل.
چارواکي وايي، دا مرسته د هغو اقداماتو برخه ده چې د څارویو د ساتنې د معیاري کولو او د ناروغیو مخنیوي په موخه په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. د دې مرستو هدف د مالدارانو د عامه پوهاوي لوړول او د هغوی لپاره د څارویو خوندي چاپېریال برابرول دي.
د دې پروګرامونو له تطبیق سره تمه کېږي چې د مالدارانو اقتصادي وضعیت ښه شي او د څارویو د ساتنې کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت