هلمند ته د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زیرمو رئیس سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
هلمند ته د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زیرمو رئیس سفر

۲۹ لړم ۱۴۰۳هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زیرمو رئیس مولوي قدرت الله حقیار او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي نیازمحمد وهاج سره د بزګرانو څخه د اضافي غنمو د پیرودلو او معاینې په اړه ګډه ناسته وکړه. 
دغه غونډه چې په ترکیب کې یې د ولایت مقام، صنعت او سوداګرۍ ریاست، هلمند مستوفیت، لښکرګاه ښاروالۍ او کرنې وزارت استازي شامل وو، د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.
په دې غونډه کې د هلمند ولایت کرنې رئیس  مولوي نیازمحمد وهاج د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له پیرزوینې او د کرنې وزارت مقام له رهبرۍ څخه مننه وکړه، هغه وویل چې د هلمند ولایت د بزګرانو څخه د اضافي غنمو د اخیستلو پروسه په ښه توګه روانه ده.
ورسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زیرمو رئیس مولوي قدرت الله حقیار  د خپل سفر موخه ګډونوالو ته تشریح کړه او وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس، په هلمند کې له بزګرانو د غنمو پیرودلو چارې ښې روانې دي. هغه ټینګار وکړ چې ګډو کمېټو ته باید لازمه توجه وشي څو د غنمو معاینه او ارزونه په دقت سره ترسره شي، او هغه غنم چې د طرزالعمل مطابق په معیار برابر وي، باید ذخیره او یا هم کابل مرکزي سیلو ته ولیږدول شي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو په ټولو مواردو کې د ګډو همکاریو ژمنې وکړې. غونډه په دوعا سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت