ننګرهار: د ولسوالیو ترویج مدیرانو سره د ستونزو حل او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۲۳
ننګرهار: د ولسوالیو ترویج مدیرانو سره د ستونزو حل او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د  ۲۲ ولسوالېو عمومي مدیرانو سره د ستونزو حل، کارونو کې روڼتیا او ښې همغږۍ په موخه وکتل.
ښاغلي محسن مدیرانو ته وویل: «پخپلو ولسوالیو کې د بزګرانو او مالدارانو ته صادقانه خدمت وکړئ او هم په کارونو کې روڼتیا، دفترونو پاک ساتل، حاضرۍ پابندي، د مؤسساتو د کارونو څارنه، د ولسوالی او کرنې ریاست مسؤلینو سره همغږۍ کولو ته جدي پاملرنه وکړئ.»
په ورته وخت کې د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري هم خبرې وکړې او په ولسوالیو کې دغنمو، بڼوالۍ، صنعتي نباتاتو، ګل موتیا او شولو ننداریزو کروندو پر ترویج ټینګار وکړ.
دغه راز مدیرانو هم خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ننګرهار د کرنې رییس سره شریکې کړې، چې کرنې رییس له لورې د همکارۍ او ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت