د خوست ځاځي میدان کرنې انسټیټیوټ محصلینو ته درې ورځنۍ عملي زده کړه ورکړل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۲:۲۴
د خوست ځاځي میدان کرنې انسټیټیوټ محصلینو ته درې ورځنۍ عملي زده کړه ورکړل شوه

۱۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو مدیریت لخوا د ځاځي میدان ولسوالۍ کرنې انسټیټیوټ محصلینو ته درې ورځنۍ عملي زده کړې ورکړل شوې. په دې زده کړو کې بڼوالۍ مدیر ولي نور او کرنیزو چارو عمومي مدیر عبدالسلام ګډون وکړ او د محصلینو لپاره یې عملي روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې، محصلینو ته په لومړۍ ورځ د بڼ جوړولو لپاره پلاټونه ور وښودل شول. دویمه ورځ د ونو د څانګو پرې کولو عملي زده کړه ورکړل شوه او په درېیمه ورځ پیوند او د پیوند ډولونو زده کړه عملي توګه ترسره شوه.
دا درې ورځنۍ عملي زده کړې د کرنیزو مهارتونو په لوړولو کې د ځاځي میدان کرنې انسټیټیوټ محصلینو لپاره ګټورې ثابتې شوې. د کرنې ریاست چارواکو په دې برخه کې د محصلینو عملي تجربې زیاتولو ته ژمنتیا څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت