د هلمند ناوه کې ۱۰ تنه د طبیعي کبانو نیولو په تور ونیول شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۵۰
د هلمند ناوه کې ۱۰ تنه د طبیعي کبانو نیولو په تور ونیول شول

٢١ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٩ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
په هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل د ساتنې په موخه، د دې ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کبانو ښکار بند کړی دی. د دې بندیز د تطبیق په موخه د ناوې ولسوالۍ کرنې او امنیتي مسؤلینو په همکارۍ، د مالدارۍ او د څارويو روغتیا آمریت مسؤلینو له خوا ۱۰ تنه د طبیعي کبانو ښکاریان نیول شوي او دا مهال په توقیف کې دي.
نیول شویو کسانو د کرنې ریاست د عامه خبرتیاوو سربېره، په ناوې ولسوالۍ کې د بېلابېلو وسیلو په کارولو سره د عامو سیندونو او کانالونو کبان نیولي و. د کرنې او امنیتي مسؤلینو په ګډه همکارۍ دغه ښکاریان ونیول شول.
هلمند ولایت زرګونه فعال د کب روزنې فارمونه لري او د کبانو د غوښې په برخه کې په ځان بسیا دی. له دې امله، له دې وروسته هیڅوک حق نه لري چې د طبیعي کبانو ښکار په خپل سري توګه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت