بغلان کې د پیازو په کښت او حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۵۲
بغلان کې د پیازو په کښت او حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې سږ کال د پیازو په کښت کې ۵ سلنه او د حاصلاتو په کچه کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی. د دې زیاتوالي اصلي لاملونه د وچکالۍ کمښت، د بزګرانو تجربې، د نویو میتودونو او عصري وسایلو سره اشنایي، او د اصلاح شويو تخمونو کارول بلل شوي دي.
تېر کال په بغلان ولایت کې په ۳ زره او ۳۲۹ هکتاره ځمکه کې پیاز کرل شوي وو، چې له هغه کښت څخه ۱۲۷ زره او ۹۷۴ مټریک ټنه حاصل تر لاسه شوی و. سږ کال په ۳ زره او ۴۷۰ هکتاره ځمکه کې پیاز کرل شوي، چې تمه کېږي ۱۴۵ زره او ۷۴۰ مټریک ټنه حاصل تر لاسه شي.
په بغلان کې د پیازو حاصلات هر کال د بزګرانو د کښت او اقلیمي بدلونونو په اساس بدلون مومي. سږ کال بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او نویو میتودونو په کارولو سره هڅه کړې چې د حاصلاتو کچه نوره هم لوړه کړي، په ځانګړي ډول د وچکالۍ د کموالي له امله یې د کښت کیفیت ښه کړی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

بازگشت