۱۳۹۹یم مالي کال کې د بغلان د کرنې ریاست عمده فعالیتونه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۵:۴۴
۱۳۹۹یم مالي کال کې د بغلان د کرنې ریاست عمده فعالیتونه


۲۶ تله ۱۳۹۹
د بغلان د کرنې ریاست په ۱۳۹۹یم مالي کال کې، په بېلابېلو پراختیایي برخو له ډلې، بڼوالۍ، مالدارۍ، اوبولګولو، د څړځایونو تنظیم، بنسټیزې پروژې پلي کول، د غنمو، شولې او پنبې ننداریزې قطعې جوړول، له حیواني او نباتي افتونو سره مبارزه، مصنوعي القاح له لارې د څارویو د نسل اصلاح او د کرنې او مالدارۍ د نویو لارو چارو د دودولو په برخه کې پراخ فعالیتونه تر سره کړي دي.
یاد ریاست، چې تر دې دمه د خپل پراختیایي بودیجې ۶۶ سلنه لګولې ده، نږدې ۱۱ زره اوسیدونکي ددې ریاست له پراختیایي برنامو څخه برخمن شوي دي.
۸۰۰ هکټار ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوستل او په بغلان ولایت کې د څه باندې یوزر او ۲۰۰ جریبه بڼونه جوړول په ۱۳۹۹یم کال کې ددې ریاست نور عمده کړنې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۴
Background image

دهلمند بشران سیمه کې بزګرانو ته د نباتي افتونو د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت کارکوونکو د بشران سیمه کې کروندګرو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۲
Background image

د خوست موسی‌خېلو ولسوالۍ کې فیل‌مرغانو ته د واکسین دویم پړاو پلي شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې او د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ، د موسی‌خېلو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

خوست کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو ور کړې پروژې د ۵۰۰ ټرینچونو چارې بشپړې شوې

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د صبریو او یعقوبیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت په مستقیمه څارنه، او د. . .

بازگشت