کندهار کې د انار په نوم درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۲۶
کندهار کې د انار په نوم درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې د کډوالو نړۍوالې ادارې «ای.او.ام» په مالي ملاتړ او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکارۍ د انارو په نوم درې ورځنی ملي نندارتون د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د نندارتون د پرانیستغونډې په مراسمو کې د کندهار مرستیال والي الحاج ملا محمدصادق انقلابي، د صنعت او سوداګرۍ رییس، د کرنې ریاست مرستیال، یو شمېر سوداګرو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی و.
مسؤلینو د دغسې نندارتونونو جوړېدل د هېواد د ځان‌بساینې، کورنیو تولیداتو د ودې، د محصولاتو د بازارموندنې او د خلکو د پوهاوي لپاره مهم وبلل. هغوی زیاته کړه، چې د دې ډول نندارتونونو له لارې به خلک له کورنیو تولیداتو سره بلدتیا پیدا کړي او پر بهرنیو توکو به یې اتکا کمه شي.
یاد نندارتون په یو خصوصي تالار کې پر ۱۵۰ غرفو جوړ شوی، چې پکې د کندهار، هرات، بلخ او کابل ولایتونو تولیدات لکه انار، کرنیز درمل، کیمیاوي سرې، لبنیات، لاسي صنایع، خوراکي او غیرخوراکي توکي، ساختماني وسایل او نور بیلابیل محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنه، وده او پراختیا ورکول، د سوداګرو ترمنځ اړیکې پیاوړې کول او د خلکو د پوهاوي کچه لوړه ساتل ده، څو په راتلونکې کې خلک د بهرنیو توکو پر ځای له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، تېر کال هم په کندهار کې ورته نندارتون جوړ شوی و، چې اوس مهال خلک د دا ډول نندارتونونو د زیاتوالي غوښتنه کوي، څو د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې بهیر لا اغېزمن شي.


در ولایت کندهار نمایشگاه سه‌روزه ملی زیر نام «انار» افتتاح شد
۲۰ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
نمایشگاه سه‌روزه ملی زیر نام «انار» با حمایت مالی اداره بین‌المللی مهاجرت «آی.او.ام» و همکاری تخنیکی یک شرکت خصوصی، در ولایت کندهار طی مراسم باشکوهی افتتاح گردید.
در مراسم افتتاح این نمایشگاه، معاون والی کندهار الحاج ملا محمدصادق انقلابی، رئیس صنعت و تجارت، معاون ریاست زراعت، شماری از تاجران و تعداد زیادی از مردم اشتراک کرده بودند.
مسؤولان برگزاری، ایجاد چنین نمایشگاه‌ها را برای خودکفایی کشور، رشد تولیدات داخلی، بازاریابی محصولات و بلند بردن آگاهی مردم مهم دانستند. آنان افزودند که از طریق این‌گونه نمایشگاه‌ها، مردم با تولیدات داخلی آشنا می‌شوند و وابستگی آنان به کالاهای خارجی کاهش می‌یابد.
این نمایشگاه در یک تالار خصوصی در ۱۵۰ غرفه برگزار شده است که در آن تولیدات ولایت‌های کندهار، هرات، بلخ و کابل از جمله انار، ادویه زراعتی، کودهای کیمیاوی، لبنیات، صنایع دستی، مواد خوراکی و غیرخوراکی، وسایل ساختمانی و دیگر محصولات گوناگون به نمایش گذاشته شده‌اند.
هدف از برگزاری این نمایشگاه، بازاریابی، رشد و گسترش تولیدات داخلی، تقویت روابط میان تاجران و افزایش سطح آگاهی مردم است تا در آینده به جای استفاده از کالاهای خارجی، از تولیدات داخلی بهره‌برداری نمایند.
شایان ذکر است که سال گذشته نیز نمایشگاه مشابهی در کندهار برگزار شده بود و اکنون مردم خواهان افزایش چنین نمایشگاه‌هایی هستند تا روند بازاریابی برای تولیدات داخلی مؤثرتر گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت