هلمند کې ۱۰۰ بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابریږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۶:۲۱
هلمند کې ۱۰۰ بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابریږي


۲۸ تله ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د مېرمنو د اقتصادي ودې او دوی ته په کور دننه دکار زمینې برابرول په پار د دې ولایت د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ ۱۰۰ بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار د زمینې برابرولو په پار پر یادو مېرمنو د سبو وچولو او پروسس د اړینو توکو او دستګاوو د وېش لړۍ پیل کړئ دی.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یادې پروسې له لارې هغه ښځې، چې اقتصادي حالت یې ښه نه وي، بېوزله او له مالي ستونزو سره مخ وي، دسبو د پروسس دستګاه او اړین توکي ورکول کیږي، ترڅو له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو د پروسس په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابریږي، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
دغه برنامه د کرنې ریاست اړوند د کورني اقتصاد پراختیا پروژې له لوري په لاره اچول شوې، چې تر ډېره بې وسه، ناداره او اړمنې کورنۍ پکي په پام کې نیول شوي دي.
باید وویل شي، چې موده مخکې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ناوې ولسوالۍ کې ۳۵۰  بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوې وه.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.
ددغو مرستو موخه د مېرمنو اقتصادي ملاتړ او د دوی د کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
د کرنې وزارت په هېواد کې د مېرمنو د وړتیا لوړلو او اقتصادي غوړېدا په موخه پراخ فعالیتونه پیل کړي دي او هلې ځلې کوي چې، بېوزله کلیوالې مېرمنې سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي تر څو په راتلونکې کې دغه مېرمنې پر ځان بسیا دوی او کورنۍ یې روښانه راتلونکې ولري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت