ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور، کوزکونړ او سره رود ولسوالیو ٣٦ بزګرانو سره د باجرې اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل هر بزګر ته ٧ کیلو ګرامه د باجرې اصلاح شوي تخم،٧ کیلو ګرامه توره او ١٤ کیلو ګرامه یوریا سرې او په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، تسکوره، پنجي کش، لوحه او لور مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې رییس زیاته کړه د باجرې تخم وېش موخه د څارویو لپاره د علفي او مناسبه باکیفیته غذایي موادو برابرول، د حیواني محصولاتو ځنځیري ارزښت پیاوړتیا او اقلیم بدلون دی، ترڅو وکولې شو د خپلو څارویو څخه په زیاته اندازه محصولات ترلاسه کړو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت