ننګرهار کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۰:۳۳
ننګرهار کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست  سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د  کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت، د اکشن اېډ او کلیو بیا ودانولو  مؤسسو په تخنيکي همکارۍ د جلال اباد ښار او ۲۲ ولسواليو کې ۴۴ زره او ۶۰۰ بزګرانو سره دغنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوی سرو وېش لړۍ د بهسودو ولسوالی څخه پیل شوه.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی د يادې مرستې د وېش پر مهال د خوړو او کرنې اداری او تطبیق کوونکو ادارو له مسئولينو مننه وکړه، چې بزګرانو سره مرسته کوي.نوموړې وویل ننګرهار ولایت اراضۍ او نفوس ته په کتو باید مرستي ډیري شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن  دملګرو ملتونو د کرنې او خوړو او ټولو هغو مرستندويه ادارو څخه مننه وکړه، چې بزګرانو سره يې هر کال د اصلاح شويو تخمونو،کیمیاوي سرو او نورو برخو کې مرستې کوي.
ښاغلي محسن وویل، چې ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر ته د دوه جریبه ځمکې لپاره  ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه او ۵۰ کیلو ګرامه توره سره د  بزګرانو لاسنیوی او دخوړو خوندیتوب په موخه وېشل کېږي.
نوموړي بزګرانو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په خپل وخت د غنمو کر وکړي او هڅه وکړي، چې د روزنیزو پروګرامونو پر مهال اخیستل شوې لارښوونې عملاً تطبيق کړي ترڅو په حاصل کې د پام وړ زياتوالی راشي.
د کرنې رییس دغه راز په خپله برخه کې په يو شمېر لاسته راوړنو، ستونزو، خنډونو او راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې او له مرستندويه ادارو يې وغوښتل، چې د کرنيز سکتور په پرمختګ کې ور سره همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو دکرنې او خوړو ادارې د ختيځ زون د مالدارۍ برخي مسؤل د عبدالمعرؤف ابراهيم خېل وويل، چې د مرستې لړۍ يې له بهسودو ولسوالی څخه پيل کړه، چې د دې ولسوالی ۳۲۰۰ بزګرانو ته به دغنمو اصلاح شوي تخم او سري وېشل کېږي.
نوموړي وويل، چې دوی په ننګرهار کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې کار کوي، چې تېر کال يې هم په دې برخه کې لويې او وړې پروژې پلې کړي دي او په راتلونکې کې به هم دې برخې ته لا زياته پاملرنه وکړي.
په پای کې، د بهسودو لسوال قاري سردارولي ابوبکر او دبهسودو قومي مخورو هم خبرې وکړې او د ننګرهار د کرنې ریاست او مرستندویه ادارو څخه یېد مننې ترڅنګ د لا نورو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت