ننګرهار کې د سلګونه جریبه ځمکې دغصب مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۳۷
ننګرهار کې د سلګونه جریبه ځمکې دغصب مخه ونیول شوه

۱۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دغصب مخنیوي تخنیکي پلاوي مشر او د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وایي، چې دغه ولایت د روداتو ولسوالی حصارشاهي کلي کې دسلګونه جریبه ځمکي د غصب مخه ونیول شوه.
د ننګرهار دکرنې رییس او دتخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن، دعدلیي رییس مولوي محمد رئیس محمدي، کدستر امر انجینر محمد شریف شرفزي او مسلکي کارکوونکو د تشخیص او تثبیت په موخه حصارشاهي سیمې څخه لیدنه وکړه او دسیمې سکیج، کروکې، جریبي اندازه او نور مشخصات واخېستل شو.
ښاغلي محسن وویل، چې د روداتو ولسوالی د حصارشاهي سیمه کې د نقشې په اساس ډېره برخه امارتي ملکیتونه دي؛ چې دلا ښه تشخیص په موخه یې مشخصات واخېستل شو.
دغه راز ښاغلي محسن وویل، چې په یاده سیمه کې دسیمې اوسیدونکو او نورو اشخاصو ته د کار نکولو سپارښتنې وشوې، ترڅو عامه ملکیتونه ضایع نشي.
د ننګرهار غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي له ټولو هېوادوالو څخه په امارتي سیمو کې د کار نکولو جدې غوښتنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت