ننګرهار کې د اقلیم بدلون نړۍوالې اوونۍ په مناسبت غونډه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۲۵
ننګرهار کې د اقلیم بدلون نړۍوالې اوونۍ په مناسبت غونډه وشوه

۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
په ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په لارښوونه او د پیاوړتیا لوړولو، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو موسسې (REHA) په تخنیکي همکارۍ د «اوبو، انرژۍ او خوړو پر اړیکو د اقلیمی بدلون اغېزې» تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه.
غونډې ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په مشرۍ مل پلاوي، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د ننګرهار وادي کرنيزو چارو رئیس، ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو یوناما دفتر مشرې کرن کو آتس، د یونېسف او يو اين ډي پي استازو او نورو مسوولینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د اقلیم بدلون یوه نړیواله ننګونه وبلله او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو، ګواښونو، او د سازښت په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص او د ننګرهار کانال امارتي شرکت د کرنیزو چارو رئیس انجینر محمد جميل خوشحال څرګنده کړه چې افغانستان د صنعتي هېوادونو د اقلیمي اثراتو ښکار شوی او له ټولو ملي او نړۍوالو بنسټونو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یوناما دفتر مشرې کرن کو آتس غونډه د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې له امارتي او خصوصي ادارو سره په دې برخه کې ځانګړې ناستې شوي او هر اړخیز نظریات به په ملي او نړیواله کچه شریک شي.
غونډه کې پر هېوادوالو هم غږ وشو چې د اقلیم بدلون سره د سازښت او مبارزې په اړه د عامه پوهاوي هڅې خپلو کورونو کې ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت